فرهنګ

جهاني : کلتوري ارزښتونه به په ګډه ساتو!

د اطلاعاتو فرهنګ وزیرعبدالباري جهاني چي نن په کندهار کي یوې کلتوري غونډي ته وینا کوله، پر خلکو ږغ وکړ چي کلتوري ارزښتونه به په ګډه ساتو.
په دغه غونډه کي چي د کندهار د سلګونو فرهنګي شخصیتونو تر څنګ د هلمند او زابل دولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ مسوولین هم حاضرول، ښاغلي جهاني د ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو پوښتنې او غوښتنې واورېدې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د سیمې د لرغونو آبداتو او کلتوري ارزښتونو د ساتنې او رسنیو سره د خپرونو د معیاري کولو د هڅو ژمنه وکړه. 
نوموړي په یادو برخو کي د اولس ونډه هم مهمه وګڼله او د حکومت سره د ګډ‌‌‌ې  ژبېي پر پياوړتیا یې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته