ټولنه

په ننګرهار کې په بيوزلو زده کوونکو ژمنۍ جامې وويشل شوې

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٣ مه / باختر : 
په ننګرهارولايت کې دښوونځيو په سلګونو بيوزلو زده کوونکوته ژمنۍ جامې وويشل شوې .
دغه مرستې  دمرستندويو بنسټونوله خوا  چمتو او دسيمه ييزو مسوولينو له لارې  د         زده کوونکو په واک کې ورکړل شوې.
دننګرهار درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي  چې په دې دوره کې  جلال آباد ښار ته څېرمه د بيز اکمالاتي د منځني ښوونځي په نږدې   درې سوه زده کوونکو  ژمنۍ جامې وويشل شوې.
ټاکل شوې ده  ددغه پروګرام په بهيرکې په ننګرهار کې د ښوونځيو په زرګونو بيوزلو  زده کوونکو  ژمنې جامې وويشل شي .     پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته