ورزش

داباسين څپې او دعقابان هندوکش ټيمونه سيالي کوي

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٠
ټاکل شوې ده دافغانستان دفوټبال دغوره ليګ سياليو په دوام سبا داباسين څپې او دعقابان هندوکش ټيمونه لوبه وکړي.
دهيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسوول احمدشاه ساير باختر آژانس ته وويل : دغه سيالۍ  چې داتو ټيمونو ترمنځ دهيواد دفوټبال فدراسيون په ورزشي لوبغالى کې پيل شوې وې  د پنجشنبې او جمعې په ورځو دوام مومي.
دساير دڅرګندونو له مخې :  ټاکل شوې ده د جمعې په ورځ د توپان هريرود  او موج هاى آمو ټيمونه لوبه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته