فرهنګ

د ژورناليستانو د ملاتړ صندوق له اوو تنو سره مرسته وکړه

کابل /باختر/ د کب دمياشتې ٢٥ مه
د هېواد اوو تنو ژورناليستانو نن د ژوناليستانو د ملاتړ له صندوق څخه مالي مرسته ترلاسه کړه.  
دغو اوو تنو خبريالانو چې درملنې ته يې اړتيا لرله، د دغه صندوق له مرستې څخه برخمن شول.    
د باختر آژانس د خبر له مخې: د موظفې کمېټې له خوا د متقاضيانو د ناروغۍ د سندونو د څيړنې او د صندوق د مشرتابه هيئت له پريکړې وروسته، دهېواد د بېلابېلو رسنيو له اوو تنو خبريالانو سره چې په بېلابېلو ناروغيو اخته دي؛ مالي مرسته وشوه.
بايد وويل شي چې په دې وروستيوکې د هېواد جمهور رئيس محمد اشرف غني، د خبريالاتو د ملاتړ په خاطر له خپلې شخصي بودجې څخه پنځه ميليونه افغانۍ له دغه صندوق سره مرسته کړې ده چې له دغو خبریالانو سره هم له دغو پیسو څخه مرسته وشوه.    
دغه راز محمد اشرف غني د ماليې وزارت ته لارښوونه کړې ده چې د دغه صندوق د ملاتړ په خاطر، د دولت له بودجې څخه هر کال ۱۰ ميليونه افغانۍ دغه صندوق ته اختصاص ورکړي.  
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته