ټولنه

په سرپل کې نوي بڼونه جوړېږي

کابل / دمرغومي ١٢مه / باختر :
دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ د ملي پروګرام له لارې پرون  په سرپل کې د ميوو د نويو بڼونو دجوړولو پروګرام پيل کړ .
د باختر آژانس دخبرله مخې: د سرپل والي عبدالقادر آشنا بڼوالو ته د ميوو دنويو بڼونو جوړول په خپلو پښو د دوى د درېدو په لاره کې يو مثبت ګام وباله .
د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس محمد سليم رنجبر وويل: ټاکل شوې ده د پسرلي او مني په دوو پروګرامونوکې په دغه ولايت کې څه ناڅه ٦٠٠ جريبه ځمکه د ميوو په بڼونو بدل شي .
ټاکل شوې ده په دغه پروګرام کې د بادامو، انارو، انګورو، زردالو، آلو ، املوکو،ګيلاس، شفتالو او د چارمغزو نيالګي په ټيټه بيه په بزګرانو ووېشل شي.  
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته