امنیت

په لغمان کې ټولګټې پروژې د استفادې وړ وګرځېدې

کابل- باختر د ليندۍ د مياشتې ٩
په لغمان کې د څه د پاسه ۲۸ ملیونو افغانیو په ارزښت بېلا بېلې ټولګټې پروژې د استفادې وړ وګرځېدې.
لومړۍ پروژه چې پرون د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه د تیرګړیو او بي بي صاحبې د سیمو د استنادي دېوال پروژه وه چې ۲۳۰ متره اوږدوالي لري، د جاپان سفارت په مالي مرسته او د RCOA ساختماني شرکت له لوري یې د جوړېدو چارې په شپږو میاشتو کې بشپړې شوي چې ټولټال دیارلس ملیونه افغانۍ لګښت پرې لګيډلې دي.
د دغه استنادي دېوال په جوړېدو سره په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، د مهترلام سرخکانو تر منځ غځیدلی عمومي سړک او د تیر ګړیو پل د موسمي سیلابونو او اوبو له ګواښ څخه وژغورل شو.
بل لور ته د انرژۍ او اوبو وزارت په مالي لګښت د یوولس ملیونه او اته سوه یو اویا زره افغانیو په ارزښت د حیدر خانیو کانال د سربند او ۳۰۰ متره استنادي دېوال پروژه هم د لغمان د والي او یو شمیر چارواکو له خوا پیل شوه چې د جوړېدو چارې به یې په یوه کال کې بشپړې شي.
د دغه کانال د سربند او استنادي دېوال په جوړېدو سره به ۴۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه په دوامداره توګه تر اوبخور لاندې شي او دغه راز ۱۵۰۰۰ کسان به د دغې پروژې له ښيګڼوڅخه ګټه واخلي.
همدارنګه د (۳،۳۳) درې عشاریه درې دیرش میلیونه افغانیو په ارزښت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د حسن خیلو او کندې په سیمو کې د ملي پیوستون د پروګرام له لارې ۹ څاګانې، دوه پلګوټي، ۲۶۵ متره د کوڅو پخول، ۴۷۵ متره د ویالو جوړول او ۳۶۴ متره د استنادي دېوال بېلا بېلې پروژې تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادونې ده چې په قرغیو ولسوالۍ کې دا مهال د ملي پیوستون د ۱۲۶ شوراګانو له لارې ۲۱۲ بېلا بېلې ټولګټې پروژې بشپړې شوي او د ۶۰ نورو چارې روانې دي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو پر مهال د دغو پروژو په اهمیت او ارزښت د وینا تر څنګ ولسونه د وطن د ابادۍ پرمختګ په چارو کې یووالي او اتفاق ته را وبلل او زیاته یې کړه چې تاسې هغه څوک یاست چې د سولې، امن او ثبات په تینګښت او د عامه ذهنیت او فکر په جوړونه کې تر بل هر چا ښه او اغیزمن رول لوبولی شئ.
ښاغلي نعیمي په دغې ولسوالۍ کې هغه ۲۴ شوراګانو ته په اشارې چې وړاندې د ځینې ستونزو له امله غیر فعالې وې او اوس د ولایت مقام او قومي مخور په منځګړتوب بیرته فعاله شوي یادونه وکړه د قرغیو ولسوالۍ چې د امن او سولې د ولسوالۍ په نوم یادېږي باید فرد فرد یې د ولس د خیر ښیګڼې، سولې، امن، ورورولۍ او پرمختګ لپاره یو ځای سره کار وکړي.
عبدالجبار نعیمي نفاق د ولسونو او ملتونو د تباهۍ او بربادۍ د اصلي عامل په توګه یاد کړ او زیاته یې چې د فکرونو او اذهانو یووالی او جوړېدنه راته د لسګونو ودانیو تر رغولو ډېر ارزښت او اهمیت لري.
د لغمان والي د خپلو کارونو د لومړیتوبونو په لړ کې د امنیت ټینګښت او د ثبات راوستل تر بل هر څه مقدم وګڼل او له ولسونو یې وغوښتل چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملا ور وتړي او د قاتلینو، ورانکارو، ماین خښوونکو او ظالمانو په نیولو او مشخص کولو کې د هغوی سره مرسته وکړي.
ده زیاته کړه چې د امنیت په راوستلو کې یوازې امنیتي ځواکونه، نه بلکې د دې ولایت فرد فرد ونډه واخلي.
هغه مراسم چې په همدې موخه نن په دغو سیموکې پرځاى شوي و؛ پر لغمان والي عبدالجبار نعیمي سربېره د ولایتي شورا استازو، قومي مشرانو او مخورو، دیني عالمانو، د مدني ټولنو او رسنیو استازو او ځوانانو په کې هم برخه درلوده.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته