سیاست

صلاح الدين رباني: له شک پرته د کاناډا هېواد د افغانستان خلکو او دولت ته ښه همکار دى

کابل باختر دوري  دمياشتې ٢٥ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني نن په کابل کې د کاناډا له سفيرې ميرمن ديبورا ليونس سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دغې کتنې په پيل کې په کابل کې د کاناډا سفيرې د دواړوهېوادونوترمنځ د اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .
ميرمن ليونس په پرمختيايي برخوکې د خپل هېواد د همکاريو، له افغان امنيتي ځواکونوسره دهمکارۍ او په نورو برخوکې د مرستې په باب معلومات ورکړل او په بېلابېلو برخوکې يې د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره د کاناډا د همکاريو  ډاډ ورکړ.
وروسته د بهرنيو چارو وزير په لنډو خبروکې څرګنده کړه چې له شک پرته د کاناډا هېواد د افغانستان د دولت او خلکو لپاره يو ښه همکار دى او په بېلابېلو ساحو کې يې له افغانستان سره اغيزمنې همکارۍ کړې دي او د افغانستان خلک دغو همکاريو ته د قدر په سترګه ګوري او زيات ارزښت ورکوي.
په دې کتنه کې د هېواد د سياسي او امنيتي حالاتو، د سولې د بهير، په دې لاره کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د حکومت د هڅو او د سيمې او نړۍ د حالاتو په باب خبرې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته