امنیت

په هرات کې دوروستيو ترورونو دوه تنه اصلي عاملين ونيول شول .

کابل باختر د زمري اوومه :
په هرات ښار کې دوروستيو ترورونو  دوه تنه اصلي عاملين ونيول شول .
دغه کسان  په هرات ولايت کې  د ترور دپيښو اصلي عاملين دي . چې ددغه ولايت دامنيه قوماندان  دساتوونکو له خوا ونيول شول .
دغه کسان  نذير او فرهاد نوميږي  چې نن سهار  دهرات ښار د څلور شپيته  متره سړک په سيمه کې  ونيول شول .
دهرات ولايت  دامنيه قوماندان مل پاسوال سميع الله  قطره  دڅرګندونو له مخې ،  دغه کسان  په هغو  وروستيو ترورونو کې  لاس  لري  چې په هرات ښار کې  ددوو تنو بهرنيو ښځو او داردو دسرتيرو  دوژل کيدو  سبب  شوي و .
يوله دغو کسانو څخه  چې فرهاد نوميږي  مخکې له دې  دجنايي پوليسو کارکوونکى و .  دغو کسانو چې  دهرات  ښار په کچه  يې  دترور په زياترو پيښو کې کارنده ونده لرله  ددولت  له وسله والو مخالفينو سره  ژمنه کړې  وه  چې  څه ناڅه  څلويښت تنه ملکي وګړي  او امنيتي ځواکونه  ترور کړي .
  مشکوک کسان  په داسې حال کې ونيول شول چې نيکمرغه کوچني اختر  په ورځو کې  دامنيت دتامينولو په مقصد  دامنيتي ځواکونو له خوا  په دغه ښار  او دهغه په شاوخوا کې سخت امنيتي تدبيرونه  نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته