کابل_باختر_ د غويي د مياشتې٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواشینۍ او ډاډ ګیرنې پیغام
په ژورې خواشینۍ سره خبر شوم چې د جمهوري ریاست د عالي مقام سلاکار او د غزني ولایت یو جهادي شخصیت حجت الاسلام علیجان زاهدي د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد حجت الاسلام علیجان زاهدي د هېواد یو مجاهد، مصلح او خیرخوا شخصیت و او د خپل ارزښتناک عمر په اوږدوکې یې د وطن د خیر _ ښیګڼې لپاره ګټورکارونه کړي دي. کارونه یې د قدر وړ او مړینه یې یوه ضایعه ده.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د غزني ولایت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالی دې دی وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبر په نصیب شي.#
1 1 دقیقه لوستل