فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پيغام

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٥مه
د مور د ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه پيغام
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مور د ورځې په مناسبت د صميمانه مبارکيو مراتب د هېواد ځوريدلو او کړيدلو ميندو ته څرګندوي.
  مور داسې جنتي هستي ده چې هېڅکله هم د ژوند ناخوالو د هغې د صبر او زغم کاسه ډکه نکړه او د ژوند خونړيو ټپونو و نه شواى کولاى د هغې مسکا چې خپلو بچيانو ته يې ډالۍ کوي؛ تالا ترغۍ کړي.
د افغانستان د ميندو زړونه درديدلي دي او په سترګو کې يې د ناوړه ژوند د کيسو او داستانونو نښې نښانې له واريه ښکاري، د هغه ژوند چې په کې د منطق پرځاى د ټوپک په ژبه خبرې کوي او د دې پرځاى چې يو بل سره وزغمي، د افغان مسلمانو ميندو بچيان د قهر او غوسې په اورکې سوځوي.
د هېواد د ميندو دردونه او کړاوونه ډير زيات دي، د هغې ورځې په هيله چې د توپونو او ماشينګڼو د ډزو غږ نور د هېواد د ميندو ستړى بدن ونه لړزوي.
درنو ميندو!
د ژوند د ناخوالو پر وړاندې ستاسو مقاومت، له جګړې څخه د خلاصې او د انساني ټولنې د جوړولو په لاره کې ستاسو رښتينې مبارزه ستاسو بچيانو ته  د سرښندنو او متانت ستره مدرسه ده. ستاسو د لوړ مقام پر وړاندې د يوه مور په پاکه لمنه کې د يوه روزل شوي په توګه د درناوي سر ټيټوو او د دغې بختورې  ورځې له امله د هېواد ټولو ميندو ته  مبارکي وايو.
د هېواد درنو ميندو ! ورځ مو مبارک شه !
د هغې ورځې په هيله چې د ماتم ټغر د تل لپاره له دغه هېواد څخه ټول شي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغې بختورې ورځې د نمانځنې په وياړ زيات فرهنګي او هنري پروګرامونه ترلاس لاندې لري او ټاکل شوې ده دغه بختوره ورځ د فرهنګيانو، ښځو او مينه والو په ګډون په کابل کې ونمانځل شي.
ختم_  ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته