ټولنه

دهرات دخلکو له خوا په کابل کې په ديني عالمانو دمرګاني ځانمرګي بريد غندنه .

کابل باختر د ليندۍ دويمه : دهرات خلکو په کابل کې په ديني عالمانو مرګانى ځانمرګى بريد وغانده . ددې هېواد ديوخويودښمنانو ځانمرګي او ډار اچوونکي بريدونه هره ورځ دټولنې له بيلابيلو قشرونو څخه زياتې قربانى اخلي . په داسې ډول چې نن موږ په بيلابيلو تروريستي بريدونوکې ددې هېواد درښتينو بچيانو دشهادت شاهدان يو . په کابل ښار کې وروستي تروريستي بريد کې چې په ستر ناتار بدل شو زموږ دهېواد ګڼ شمير عالمان او پوهان شهيدان شول . دسترو عالمانو دشهادت خبر ددې هېواد ټول اوسيدونکي غمجن کړي دي ځکه چې موږ ټول ديوې سترې اسلامي کورنۍ او ديوه هېواد يوه برخه يو . زموږ داسلامي ټولنې دهر وګړي شهادت زموږ دټولو زړونه ټپى کوي . دهرات ولايت اوسيدونکى نور احمد کريمي په دې اړوند وايي ( ديني عالمان دټولنې ځلاندې ديوې دي او دټولنې پرمختګ اوترقي دعالمانو په هڅو سره امکان لري . له همدې امله ددې هېواد دښمنانو تل هلې ځلې کړي دي چې دديني عالمانو او مخورو په شهيدانولو سره دعلم اوپوهې له کاروان څخه دټولنې دبيرته پاتې کيدو سبب شي. مدني فعال سيداحمد وطنيار په دې باور دى چې دارشاد دمبارزې ډګر به هيڅکله تش پاتې نه شي او هيڅکله به ديني عالمان له مبارزې څخه لاس په سر نه شي او دعلم او پوهې دمشرانو تګلارې ته به دوام ورکړي . پيغله حسامي چې داورانوس هوتل دزړه بوږ نوونکې پيښې او دګن شمير ديني عالمانو دشهادت له امله سخته غمجنه ده وايي دخپل هېواد دديني عالمانو پوځيانو او ځوانانو دشهادت دخبر په اوريدو سره زړه مې ولرځيد سترګې مې له اوښکو ډکې شوې او ددين په دښمنانو مې دزړه له کومې لعنت ووايه خو باور لرم که چيرې نن مو خپل دغه عزيزان له لاسه ورکړل زموږ رښتيني بچيان به ددغو شهيدانو دپښومنډ تعقيب کړي . داپه داسې حال کې ده چې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص) دنيکمرغه ميلاد درناوي په خاطر په لسګونوافغان روحانيون راټول شوي وو چې ځانمرګي بريدګر ځان په اورانوس هوټل کې وچاوه چې له امله يې څه ناڅه ٦٠ تنه شهيدان او کابو ٩٤ تنه نور ټپيان شول . ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته