ټولنه

خبرتيا

کابل باختر د غبرګولي دريمه :
دکار ، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو ووزارت  خبرتيا
دکار ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزارت  دمشرتابه هيئت  له پريکړې سره سم دروژې په مبارکه مياشت کې  د کارکوونکو  دکار دپيل او پاى رژيم په اوونۍ کې  دپنځو اوشپږو ورځوکار له مخې په دې ډول ټاکل شوى دى.
په اوونۍ کې دپنځو ورځو کار له مخې ، په کابل ښار کې دکار رژيم :دکارپيل دسهار په اتو بجو او دکار پاى دماسپښين دلمانځه داداکولو په خاطر دنيم ساعت ځنډ په لرلو سره ، له غرمې وروسته په دوو بجو .
په اوونۍ کې  دشپږو ورځو کار له مخې ، په ولايتونو ، بانکونو ، ګمرکاتو او دکابل ولايت  په ولسواليو کې  دکار رژيم : دکار پيل  دسهار په اتو بجو او دکار پاى دپنجشنبې د ورځو  په ګډون له غرمې وروسته  په يوه بجه .
په توليدي ،  خدماتي  ، په تل فعالو برخو ( له ځنډ پرته کارونو ) موسسو ، نشراتي اوروغتيايي موسسو  ، پوهنې ، لوړو زده کړو ، دملي دفاع او دکورنيو چارو په وزارتونو او دملي امنيت په لوى رياست کې دکار وختونه داړوندو کاري مقرراتو ، لايحو او خصوصياتو په پام کې نيولو سره دخپل کار رژيم تنظيم او عيار کړي . دغه راز دمذهبي ورځو تثبيتولو دمياشتې په ليدلو پورې  اړه لري . کله چې داړوندو مراجعو له خوا دروژې دمبارکې مياشتې  لومړى ورځ  اعلام شوه دکار دقانون د ٤١ مادې له حکم سره سم دروژې دمبارکې مياشتې لومړى ورځ په هېواد کې  عمومي رخصتي ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته