امنیت

د تندر قول اردو د ځواکونو په ګډوعملیاتوکې۲۵ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٦مه
د۲۰۳تندرقول اردو جزوتامونو د غزني ولایت اړونده د شالیزه او منګورپه سیموکې له وسله والو مخالفینو سره نښته وکړه چې له امله يې پنځه ترهګر وژل شول او اته تنه نور ټپيان شول.
د۲۰۳تندر قول اردوقو د ماندانۍ رسنیز دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه راز په دې نښته کې د دښمن څلور موټر سایکلونه، یوه ایکم مخابره او۱۰شاجورې د تندر قول اردو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د دې ترڅنګ ایتلافي هوایي ځواکونو د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د روقیان په سیمه کې وسله وال مخالفین په نښه کړل چې له امله يې اووه تنه وسله وال مخالفین ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول او یو هاوان، یوه داشکه، یوه پیکا او یو پیکپ موټر له منځه وړي دي.
همدارنګه د دغه ولایت د زرملې په ولسوالۍ کې ایتلافي ځواکونو د يوه برید په ترڅ کې دوه تنه ترهګر ووژل، یوموټر سایکل یې له منځه وړی او د پکتیا، ميدان وردګو او د غزني د ولایتونو په مربوطاتوکې ١٥ډول ډول ماینونه د تندر قول اردو د ماین پاکوونکو ټیمونو له خوا کشف او شنډ کړاى شوي دي. #
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته