ټولنه

په لوګرکې د خبریالانو د مصوونیت کمېټې غونډه جوړه شوه

کابل / د سلواغی / ۱۱ / باختر
د خبریالانو د مصوونیت کمېټې غونډه نن د لوګر د اطلاعاتواو فرهنګ رییس رفیع الله صمیم په مشرتابه جوړه شوه.
د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، په دې غونډه کې د اسلامي شریعیت په مطابق د همغږی . همکاری ، اطلاعاتو ته د لاس رسی ، د رسنیو او د رسنیو د خپرونو پر اقتصادي حالت ټینګار وشو.
صمیم زیاته کړه چې په لوګرکې رسنی د اقتصادي ستونزو په شتون سره فعالیت کوي او د مسوولو بنسټونو له مسوولینوڅخه وغوښتل چې د اطلاعاتو په ورکولوسره له خبریالانوسره همکاري وکړي.
له بلې خوا د زینت راډیو مسوول نورالله ستانکزي او د خبریالانو د مصوونیت کمېټې استازی خان ولي احمدزي هم خپلې شته ستونزې او چلندونه بیان کړل او له اسلامي امارت څځه يې وغوښتل چې په دغه ولایت کې د رسنیو د زیات ملاتړپه خاطرهمکاري وکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته