سیاست

مسلميار: افغانستان د ملي ګټو په پام کې نيولو سره له ټولوهېوادونوڅخه د اړيکو د پراختيا غوښتنه کوي

کابل باختر د ليندى  پنځلسمه :
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن په کابل کې د روسيې فدراتيف  له سفير الکساندر مانتيتسکي  سره د ملي شورا په مقر کې وکتل .
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د مشرانو جرګې د کورنى امنيت او د دفاعي چارو او د نړيوالو چارو د کميسيونونو غړو ځينې نورو سناتورانو او د دارالانشا لوى رييس هم ګډون درلود؛ د روسيې فدراتيف سفير افغانستان ته د لسو زرو کلاشينکوفونو د ليږلو او په ملکي او نظامي برخوکې د سلګونو تحصيلي بورسونو  د ورکولو په ګډون د خپل متبوع هېواد د مرستو يادونه وکړه او ويې ويل: ټاکل شوې ده چې څه ناڅه ١٨٠ نور پوځي بورسونه هم د افغانستان لوري  ته ورکړل شي.
مانتيتسکي د افغانستان له  طالبانو سره د روسيي د اړيکو په باب دافغانستان او پاکستان لپاره د روسيې د ځانګړي استازي ضمير کابلوف د وروستيو  څرګندونو په باب وويل چې د ده له څرګندونو څخه بل ډول برداشت شوى دى چې ګنې د روسيې فدراتيف له طالبانو سره همکاري کوي چې داسې نه ده . بلکې ځينو روسي مسوولينو د دغه هېواد د يوه پيلوټ د خلاصون لپاره  چې دطالبانو د ډلې له خوا اسير شوى و؛ له ٢٠١٤ ميلادي کال څخه مخکې له هغوى سره اړيکې ونيولې او دى يې د طالبانو له بند څخه آزاد کړ.
ده دغه راز د دغې کتنې په بهير کې د مشرانوجرګې د دفاعي او د نړيوالو چارو له کميسيونونو سره په غونډه کې د زياتو توضيحاتو غوښتنه وکړه .
وروسته فضل هادي  مسلميار  په خبرو کې د دغه هېواد د مرستو له امله مننه وکړه او ويې ويل: افغانستان د يوه خپلواک او آزاد هېواد په توګه او د ملي ګټو په پام کې نيولو او په متقابل درناوي سره د سيمې او نړۍ له نورو هېوادونو په تيره بيا د روسيې له فدراتيف سره د اړيکو د پراختيا او همکاري غوښتنه کوي او له بده مرغه د طالبانو د تروريستي ډلو او د افغانستان دحالت دڅيړنې په اړوند دځينو هېوادونو په ګډون په مسکوکې د يوه کنفرانس دجوړولو په باب د روسيې  د حکومت د استازي وروستۍ خبرې چې دافغانستان حکومت په جريان کې نه دى؛ زموږ او زموږ د هېواد د خلکو د انديښنې سبب شوې دي .
فضل هادي مسلميار ټينګار وکړ: که چيرې د روسيې حکومت غوښتى وي چې د شته انديښنو د لرې کولو لپاره کوم کار وکړي؛ لازمه ده چې مسوول مقامات له طالبانو سره د همکارۍ په برخه کې د دغه هېواد د ځانګړي استازي  څرګندونې د مطبوعاتو له لارې ردې کړي او د افغانستان حکومت په دې متيقن کړي چې دغه شان څه شتون نه لري  .
د مشرانو جرګې رييس دغه راز تيارى څرګند کړ چې په نږدې ورځوکې به د مشرانو جرګې د کورني امنيت، دفاعي چارو او د نړيوالو چارو له کميسيونونوسره د ده د غونډې زمينه برابره کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته