اقتصاد

په ارغنداب کې يو واټ قير شو .

کابل باختر د وري  اوومه
  ديو زرو اته سوه مترو په اوږدوالۍ دکندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې  يو سړک ګټي اخستنې ته وسپارل شو .
دارغنداب  ولسوال حاجي شاه محمد باختر اژانس ته وويل  دغه سړک  يوزرو اته سوه متره اوږدوالۍ  او اووه متره سور لري چې په تګلوري کې يي دولس پلګي هم جوړ شوي دي .
  دده دڅرګندونو له مخې دغه سړک  په ارغنداب   ولسوالۍ کې  دي چې ددغه سړک په جوړولو سره  دزماني واټن له پلوه  ددغي ولسوالۍ   داوسيدونکو  د ترانسپورتي  ستونزې   لري  شوي دي .
خبرځاى زياته کړه  دغه سړک دامريکا په مرسته  ددوه سوه څليرويشتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت په څلورو مياشتوکې  قير شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته