سیاست

دمشرانوجرګې غونډه

کابل باختردکب دمياشتې ٢٤ :

دمشرانو جرګي دديني ، فرهنګي ، پوهنې  اودلوړو زده کړو دچارو  دکميسيون  درييس سناتور ميرحمدالله منيب په مشرۍ  ددغه کميسيون مشورتي غونډه   داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمعين او دتصويري رسنيو دچارواکو په ګډون دتلويزيوني خپرونې په څرنګوالې کې  داسلامي اوملي معيارونو درعايتولو په باب نن  دملي شورا دکنفرانسونو په تالارکې جوړه شوه .

دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.

په پيل کې  مولوي ميرحمدالله منيب  درسنيو دکار  اوپه هيواد کې دڅه دپاسه زرو تصويري ، صوتي او چاپي رسنيو دفعال شتون له امله  دمننې دڅرگندولو په ترڅ کې په خبر رسولو اودعامه ذهنونوپه روښانولو اودخلکو په ديني اوفرهنګي ويښتيا کې درسنيو دارزښت په باب خبري وکړي او ويې ويل چې افغانستان  دبنسټونو دبيا جوړولو په نسبت  زياتو ديني اوفرهنګي  خدمتونو ته هم اړتيالري چې درسنيو دهدفمندو فعاليتونو اوپه تيره بيا دتصويري رسنيو دخدمتونو له لاري امکان لري  اوډيره ښه رسني او ډير ښه  ژورنالست هغه څوک دى چې  له اسلامي روحيې سره سم له قومي ، مذهبي او ګوندي توپيرونو پرته دحقايقو په خپرولو لاس پوري کړي  او اصيل ملي  اواسلامي ارزښتونه درسنيو دعمل لارښود وګرځوي .

دسنامجلس لومړي نايب محمدعلم ايزديار هم  ديوې وروستۍ لسيزي په بهيرکې  درسنيو شتون او رول اودهغو کمي اوکېفي  وده  دبيان دازادي په لاره کې ستربرياليتوبونه وبلل او دمطبوعاتو اوپارلمان   دنږدي اړيکو او دخبررسولو  اودرسنيو دروزنيزو اوتفريحي پروګرامونو درول  اوهم درسانه يي کاري ستونزو يادونه وکړه  او دمطبوعاتو دلسګونو تنو کارکوونکو دمرګ ژوبلې اوګواښ له امله يې خواشيني څرگنده کړه اودرسنيو دستونزو له لري کولو سره يې  دمشرانو جرګي همکاري څرگنده کړه.

په غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين مبارز  راشدي ، ددغه شان غونډو دمهم بللو په ترڅ کې  له لرغونتياو سره سره  دتيري يوې لسيزي په بهيرکې  دغيردولتي رسنيو مخ په ودي شتون ،  دهيواد دخلکو ددردونو اوغوښتنو په منعکس کولو اوداطﻻعاتو په وړاندې کولو کې بې ساري وباله   اودهغه اوږدشتون په پرتله  چې نړيوال مطبوعات يې لري دهيواد درسنيو دکارکوونکو دخارق العاده استعدادونو ځليدل وستايل او ويې ويل  چې  په ټولو برخو کې  له پخوا څخه په يو ډول نه يو ډول ، يولړ تجربي شته  خوپه هيواد ازاد مطبوعات يوه نوى پديده وه چې له نيکه مرغه ښه وځليده  اوبايد مرسته  ورسره وکړو چې  موجودي ناوخوالې اونيمګړتياوي داعتماد اوتفاهم په فضا کې لري کړي .

مبارز راشدي وويل دمطبوعاتو دشمير زياتوالې اودهغو ودي دديني اوفرهنګي فعاليتونو لپاره  مناسب فرصت برابر کړي دي  او دهيواد دديني اوفرهنګي علومو سترو شخصيتونو اوجيدوعالمانو ته يې بلنه ورکړه چې  دديني اوکلتوري مفکورو دراوجولو اوتبليغ لپاره دمطبوعاتو کار ته ور دانګي  او دديني ويښتيا لپاره دي له دغه ښه فرصت څخه زياته استفاده وکړي.

دغه راز دخصوصي تلويزيونو اتو تنو مسوولينو دنورو په استازيتوب دنشراتي کېفيت دښه والې په باب خپلي طرحې ،.نظريې اوپيشنهادونه بيان کړل ، رسني يې دټولنې دبشپړتيا په بهيرکې يو اساسي رکن وباله  اوپه خپله کاري لاره کې يې د ستونزو او چلنجونويادونه وکړه او ويې ويل  چې اوس په هيواد کې يوسلو پنځوس راډيو ګانې ، پنځوس تلويزيونونه اويوسلو شپيته چاپي رسني دخلکو په خدمت کې دي او غوښتنه يې وکړه چې  دپارلمان ددواړو مجلسونو غړي دي  له نږدي دخبريالانو له کار اودهغوى دپروګرام جوړولو دکار له سيستم اوستونزو سره بلد شي  او زياته يې کړه چې تل  په خپلو خپرونو کې  ديني اساسات او مذهبي مقدسات رعايتوي  اوددوي دخپرونو يوه مهمه برخه ديني مسلې دي  چې دديني  روزينزو اوفرهنګي زده  کړو په برخو کې به  دپروګرام جوړولو دظرفيت په لوړولوسره  له دي زياته پاملرنه وکړي .

دغه راز سناتورانو ليلما احمدي ، مولوي  عبدالولي راجي ، رڼا ترين ، خالقداد بلاغي  او آيت الله صادقي پرواني په خپل وخت دخبر رسولو ، په رسنيو داعتماد ، داساسي قانون  په چوکاټ کې  دبيان  دازادي ، دښځو دبربنډو نڅاو  او دتجارتي اعلانونو په باب چې له مذهبي مقدساتو سره سمون نه لري او  دبهرنيو ژبو درواجولو اودملي ژبو دکمزورتيا په ټولنه کې درسنيو دمسووليتونو، دبيان دازادي او دموکراسي ،  له اندازي زيات درسنيو شتون ته  نه اړتيا اودبيلابيلو مذهبونوپه تبليغ کې دانډول دنه رعايتولو په باب خبري وکړي .

په پاى کې محمدعلم ايزديار ددغې مشورتي غونډي بهير  اوداړوندو لورو دنظريو او وړانديزونو شريکول  اوترلاسه شوي نتيجې  مثبتي وبللي او درسنيو دمسوولينو ځينو پوښتنو ته يې ځواب ووايه  او په نشراتي پاليسو کې يې ديووالې اوملي پيوستون  دپه پام کې نيولو ، له مالي پلوه په خپلو پښو درسنيو ددرولو ،  له رسنيو سره دحکومت دانډوليز ملاتړ  اودرسانه يي فعاليتونو په بهيرکې دملي  ، اسلامي او فرهنګي ارزښتونو دساتنې غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته