کابل باختر دوږي ديرشمه :
د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د هاوان ديو توغول شوي ماين د لګيدو له امله په يوې کورنۍ پورې درې اړوندې نجونې شهيدانې شوې .
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د دغه خبر په تاييدولو سره دباخترآژانس خبريال ته وويل: د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو له خوا د استوګنې په يوه کور د هاوان دتوغول شوي ماين د لګيدو له امله په يوې کورنۍ پورې درې اړوندې نجونې شهيدانې او دوه نورې ميرمنې ټپيانې شوې.
خبرځاى وويل: د پيښې ټپيان د هلمند ولايت ملکي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون دموظف نوکريوال د څرګندونوله مخې د يوه ټپي حالت خراب دى .
0 1 دقیقه لوستل