امنیت

په روزګان کې د طالبانو يو ستر مرکز ويجاړ شو

کابل/ د سلواغې ٦ مه/ باختر
په روزکان کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريدکې د وسله والو طالبانو يو مرکز            له منځه لاړ.
په بريد کې چې تېره شپه ترسره شو؛ اته وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه مرکز تيرنکوټ ښار ته څېرمه و او طالبانو پکې د ډار اچوونکو بريدونو په طرحه کولو او د ماينونو په جوړولو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رېيمې لوا باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ليکلي دي چې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو يو مرکز دړې وړې شوى دى.
خبرپاڼه تائيدوي چې په بريد کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د يو بل خبرله مخې:
د روزګان پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د نهو ماينونو په کشف سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته