سیاستخبرونهټولنه

د بخښنې نړیوال سازمان: بریتانیا باید د بي بي سي له خوا مطرح شویو تورونو ته ځواب ووایي

 کابل، د چنګاښ ۲۲ مه، باختر

له هغه وروسته چې بي بي سي په افغانستان کې د بریتانیوي ځواکونو له خوا د جنګي جرایمو د ترسره کولو په اړه رپوټ خپور کړ د بخښنې نړیوال سازمان په دې اړه د سملاسي تحقیقاتوغوښتنه کړې ده.

د باختر آژآنس د خبر له مخې، بي بي سي په یو رپوټ کې د بریتانیا د یوې ډلې ځانګړو ځواکونو له خوا په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د افغانستان په جنوب هلمند ولایت کې د ملکي کسانو د وژلو خبر ورکړی دی.

په رپوټ کې په افغانستان کې د ۲۰۱۰ کال په شپږو میاشتو کې د لږ تر لږه  ۵۶ ملکي افغانانو د وژلو یادونه شوې ده، هغه دردونکی جنایت چې د بریتانیا سیاسي او پوځي مشرانو ورته هېڅ توجه نه ده کړې.

د دغه رپوټ له خپرېدو وروسته د بخښنې نړیوال سازمان د دغې مسئلې د څېړنې غوښتنه کړې ده.

په جنوبي آسیا کې د بخښنې نړیوال څېړونکي زمان سلطاني ویلي ( دغه سازمان د هغو تورونو په اړه د زیاتو جدي او شفافو تحقیقاتوغوښتنه کړې، چې د بي بي سي له خوا طرحه شوې دي چې قربانیانو ته عدالت تامین شي او عاملین یې ځواب ووایي)

د بخښنې نړیوال سازمان د بي بي سي موندنې وحشتناکې بللي او ټینګار لري چې دغه رپوټ په څرګند ډول د هغو بریتانیوي ځواکونو د مجازاتو د معافیت او د ځواب نه ورکولو په اړه چې په افغانستان کې یې فعالیت کاوه خبرداري ورکولو کچه ښيي. د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، بریتانیا موظفه ده چې په سملاسي ډول د خپلو ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه د ټولو تورونو په باب تحقیقات پیل کړي او هغه بریتانیوي اتباع چې مشکوک دي باید عدالت ته وسپارل شي او ټينګاریې کړی ( که چېرې بریتانیا د خپلو ځواکونو پرخلاف د دعوا طرحه کول نه غواړي باید نړیواله محکمه دې دغه کار ترسره کړي)

د بریتانیا د دفاع وزارت د خپل هېواد د اردو ځواکونو په اړوند لګول شوي تورونه بې بنسټه بللي دي.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته