کابل د کب ٢٣ مه باختر
پنځه وسله وال طالبان په هلمند کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
پر دغو طالبان تېره شپه په نهرسراج ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې په يو لړ ډارچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د لومړۍ لوا د رسنيودفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي: په نښته کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د يو بل خبرله مخې: پوليسو دهلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٧ ماينونو په کشفولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ