خبرونهامنیتټولنه

درې تنه په لوګرکې د جعلکارۍ په تور ونیول شول

کابل / د کب ۱۱ مه / باختر

د لوګرامنیتي ځواکونو ۳ تنه په دغه ولایت کې د پاسپورتونو د جعلکاریو په تور ونیول.

د لوګرد امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیرمولوي محمد اکرم تایب باخترآژانس ته وویل چې دغه کسان د اسلامي امارت ځواکونو د کشفي بنسټونو په هلو ځلو سره په پل علم ښارکې نیول شوي دي.

هغه وویل چې له دوی څخه د تعرفې د چاپ ماشین ، جعلي ټاپې او یو کمپیوټر هم ترلاسه شوى دى.

یو تن یې د پاسپورتونو په جعلکاریو اعتراف کړی او ویلي یې دي چې له شریکانو سره یې په همکارۍ څه د پاسه یو میلیون افغانۍ له دې لارې څخه ترلاسه کړي دي.

مخکې له دې هم د پاسپورت یو شمېر جعلکاران په دغه ولایت کې نیول شوي وو.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته