سیاست

جمهور رئیس غني د صادراتو پر ارزښت او د وارداتو پر کموالي ټینګار وکړ

کابل باختر د سلواغې ١٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې د اسانتیا د رامنځته کولو په خاطر پرون په ارګ کې غونډه جوړه شوه. 
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، د سوداګرۍ وزارت د صنایعو معین فیروزخان مسجدي او د مالیې وزارت د ګمرکونو معین نجیب الله وردګ، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي او د افغانستان د صنایعو د سراسري اتحادیې رئیس شېرباز کمین زاده د سوداګرۍ ،ترانزیټ او هوایي کورېدورونو په برخو کې د ستونزو او اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.
وروسته جمهور رئیس غني مالیې او سوداګرۍ وزارتونو ته د سوداګرو د ستونزو د بېړني حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې ويې ویل، زموږ سوداګري باید له هېوادونو سره د معتبرو اصولنامو او موافقتنامو په رڼا کې ترسره شي.
هغه زیاته کړه، موږ باید یوه ستراتیژي ولرو چې پر مټ یې له بېلابېلو هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې خبرې وکړو.
جمهور رئیس وویل، زموږ سوداګر باید په بېلابېلو هېوادونو کې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره برابر شوو فرصتونو څخه ګټه واخلي.
هغه دغه راز د صادراتو پر ارزښت او د وارداتو پر کموالي ټینګار وکړ ويې ویل، د وارداتو پر بدیل باید فکر وشي.پاى_سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته