امنیت

په ننګرهارکې د ځانمرګي بريد له امله په ختيځ زون کې دملي پوليسو دجلب او جذب مسوول ټپي شو.

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٣
په جلال آباد ښارکې ننني ځانمرګي بريد له امله د افغانستان په ختيځ کې دجلب او جذب مسوول ټپي او موټر چلوونکى يې ووژل شو.
يوه ځانمرګي يرغلګر نن سهار د اتو بجو په شاوخوا ځان په جلال آباد ښار کې دپوليسو ددغه مقام دسپرلۍ دکاروان په وړاندې وچاوه.
د رارسيدلو خبرونو له مخې : له دغه ځانمرګي بريد وروسته دپوليسو دجلب او جذب ددغه مسوول دسپرلۍ موټر چلوونکي غوښتل وتښتي چې د دويم يرغلګر له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شو.
دننګرهار ولايت دمرکز جلال آباد ښار يوه امنيتي مسوول دنامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه دباختر آژانس خبريال ته وويل : چې دافغانستان په ختيځ کې دملي پوليسو دجلب او جذب مسوول دخپلې سپرلۍ په کاروان دځانمرګي بريد له امله ټپي او موټر چلوونکى يې دتيښتې په وخت کې د دويم يرغلګر له خوا ووژل شو.
تراوسه پورې د دويم ځانمرګي يرغلګر دبرخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
دغه پيښه دجلال آباد ښار په آسيا کيبل ساحه کې رامنځته شوې ده.
هغه ځاى کې چې سخت دامنيتي ځواکونو له خوا اداره کيږي په همدې حال کې دننګرهار په مرکزي روغتون کې ډاکتران وايي چې له دغې پيښې څخه يو مړى او دوه ټپيان دغه روغتون ته ليږدول شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته