خبرونهاقتصادټولنه

د کرنې وزارت: سږ کال په کابل کې د انګورو حاصلات ۶۳ سلنه زیات وو

کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدراې وزارت وايي چې د کابل ولایت د ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو د مدیریت د راپور له مخې، سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۶۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه وزارت ویلي چې، سږ کال د انګورو له ۱۲ زره ۶۱۱ هکتاره ځمکې څخه ۲۳۲ زره ۱۷۵ مټریک ټنه انګور راټول شوي په داسې حال کې چې تېر کال د انګورو له ټولټال ۱۱ زره ۵۴۵ هکتاره ځمکې څخه ۱۱۲ زره ۴۴۸ مټریک ټنه انګور راټول شوي وو، چې ۶۳ سلنه ډېروالی ښیي.

په ورته وخت کې سږ کال د انګورو بڼوالو وکولای شول چې د خپل بڼ محصولات په مناسبه بیه په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې وپلوري او نسبتا ښه عواید ترلاسه کړي.

د کابل ولایت د کرنې ریاست په مرکز او ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي پرسونل په درلودلو سره هڅه کوي چې د ښوونیزو پروګرامونو په لاره اچولو او پر وخت مرستې سره د بڼ لرونکو د حاصلاتو کچه لوړه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته