سیاست

د روسيې جمهور رييس نن دافغانستان په باب د يوې غونډې مشرتوب په غاړه واخيست

مسکو انترفاکس   باخترد  ثور  دمياشتې  ١٨ :
ټاکل شوې ده د روسيې جمهور رييس ولاديميرپوتين نن دافغانستان په باب ددغه هيواد د امنيت شورا د غونډې مشرتوب په غاړه ولري.
د انټرفاکس دخبري آژانس دخبرله مخې: په دې غونډه کې به  د افغانستان حالات  وڅيړل شي اودغې موضوع په باب به خبرې وشي چې دافغانستان په حالت کې کوم پرمختګونه شوي دي او دمرکزي آسيا په هيوادونو د هغو اغيزه څه ده؟
د روسيې دبهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف هم په دې غونډه کې وينا کوي .
روسيې پخوا له افغانستان څخه د ٢٠١٤ ميلادي کال په پاى کې د نړيوالو ځواکونو د وتلو په باب انديښنه څرگنده کړې ده.
روسيه له دې څخه ويره لري چې له افغانستان څخه تاوتريخوالي دمرکزي آسيا دهيوادونو په لور پراختيا ونه مومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته