ورزش

د غيږې نيونې انتخاباتي سيالۍ پيل شوې

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٠
د غيږې نيونې انتخاباتي سيالۍ نن په کابل کې پيل شوې.
د دغو سياليو د ترسره کولو موخه د کابل ښار د غيږې نيونې منتخب ټيم ته د دوه ديرشو غوره څيرو انتخابول بلل شوي دي.
د بدني روزنې او سپورت رياست د غيږې نيونې د فدراسيون سکرترجنرال محمد يونس حيران د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ د بدني روزنې او سپورت رياست په جمنازيوم کې پيل شوې دي او پکې د کابل ښار د شپيتو کلپونو او د ننګرهار او پنجشير له ولايتونو څخه درې سوه څلويښتو تنو ورزشکاران ګډون لري چې په څلورو زونونوکې د اتو ورځو لپاره لوبه کوي.
د حيران د څرګندونو له مخې : د دغو سياليو په پاى کې د غيږې نيونې په منتخب ټيم سربېره د اسلامي هېوادونو په سياليوکې د ګډون په مقصد اته غوره څيرې هم انتخابيږي.
ټاکل شوې ده د اسلامي هېوادونو سيالۍ د راتلوونکي کال د ثور په مياشت کې د آذربايجان په پايتخت باکو ښارکې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته