سیاست

د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د غځولو تفاهم لیک، لاس لیک شو

کابل- باختر د کب دمياشتې ديرشمه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس حامدکرزي، ترکمنستان ته د خپل سفرپه لومړۍ ورځ، په عشق آبادکې د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د جمهورو ريیسانو په درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د دغې ناستې په پای کې د درې واړو هېوادونو د جمهورو ريیسانو له خوا له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې تاجکستان ته د اوسپنې پټلۍ د غځولو تفاهم لیک، لاس لیک شو.
د دغه تفاهم لیک له مخې: د درې واړو لورو د اړوندو وزارتونو متخصصین به د دغه تفاهم لیک له لاسلیک وروسته، د یوې میاشتې په دننه کې د دغې پټلۍ د تخنیکي، حقوقي او مالي اساساتو جزئیات وڅیړي.
د اوسپنې د دغې پټلۍ دعځولوعملي کارچې ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان به سره ونښلوي، د روان میلادي کال د جولای په لومړيو کې  پیلیږي.
د اوسپنې دغه پټلۍ به د ترکمنستان د اتا مراد له سیمې څخه پیل شي او د افغانستان پولې ته نیږدې د امام نظر سیمې ته به را ورسیږي، بیا به د افغانستان د اقینې او اندخوي د سیمې په تګلوري کې دوام ومومي او وروسته به د کندز ولایت د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان سره ونښلي.
د دغه تفاهم لیک له لاسلیک وروسته د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان جمهورو ريیسانو په یوه ګډه خبري ناسته کې برخه واخسته او دغه پروژه یې د سیمې د هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهمه وبلله.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس حامدکرزي په دغه خبري ناسته کې وویل:" د اوسپنې د دغې پټلۍ غځول به نه یواځې د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان هېوادونه سره ونښلوي، بلکې د دغو هېوادونو د خلکو او د سمیې د هېوادونو په اقتصادي پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي."
حامدکرزي زیاته کړه: " د دغه تفاهم لیک په لاس لیک سره مو د خپلو خلکو د ښیګڼې لپاره یوځل بیا یو بل ګام پورته کړچې له شک پرته به زموږ د درې واړو هېوادونو د خلکو د اقتصادي ودې سبب شي او دوی ته به ښه راتلوونکي په سوغات راوړي."
ټاکل شوې ده د هېواد جمهورريیس سبا پنجشنبه د نوروز په نړیوال جشن کې ګډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته