امنیت

د وسله والو طالبانو له شتون څخه د بلخ ولايت دپنځو ولسواليو پاکيدل

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٨ :
د بلخ  ولايت پنځه ولسوالۍ د وسله والو طالبانوله شتون څخه پاکې شوې.
د بلخ ولايت سرپرست عطامحمد نور چې د دغو پوځي عملياتو مشري  يې په غاړه  درلوده؛ د باختر خبري آژانس ته  وويل: دغه عمليات د بلخ، جوزجان او د سرپل ولايتونو د امنيتي ادارو په همغږۍ ترسره  شوي دي .
د بلخ ولايت مقامات وايي: دغه پوځي عمليات د هوايي ځواکونو په ملاتړ يوازې د چمتال ولسوالۍ په البرز سيمه کې دوام لري او د چاربولک، شولګرې، زارغ  او کشنده ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.
پخوا هم دغه شان عمليات دبلخ ولايت په نا امنو ولسواليو کې په ترسره شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته