امنیت

د موتړو يو غل ونيول شو

کابل/باختر/ د زمري ٩مه
پوليسو د موټرو د غلو شبکې يو سرګروپ نن دکابل ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتوکې ونيو.
د کورنيو چارو وارت د وياند دفتر سرپرست نصرت رحيمي باختر آژانس ته وويل چې نيول شوى سړى په کابل ښارکې د يوې جرمي شبکې مشر دى چې له څو ماسټر کليو سره د يوه کرولا موټر د غلا په قضيه کې له دوو همکارانو سره يې د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې د پوليسو په واسطه د کابل ښار  د اوومې ناحيې په مربوطاتو کې نيول شوى دى.
سرچينې وويل چې دغه جنايتکاره ډله جرمي سوابق هم لري.
د يو بل خبرله مخې:
د هلمند پوليسو يو تن چې له ښځينه جامو څخه په ګټې اخيستنې سره د دُکانونو مالونه غلا کول؛ ونيو.
ختم- ف -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته