امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
دافغان امنيتي ځواکونو دهغو چاڼيزو عملياتو په بهير کې چې دهيواد په ځينو ولايتونوکې ترسره شول نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،افغان امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دکونړ ، بغلان ، فارياب ، غزني او دپکتيا دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول  دوه تنه ټپيان او شپږ تنه نور يې ونيول شول .
دغه راز په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم په عملياتو کې  دشاملو  ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې، دوسايطو ضد دوه  ماينونه چې  دوسله والومخالفينو له خوا نوى دورانکارو او تروريستي فعاليتونو په خاطر دهلمند ولايت دکرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ښخ کړاي شوي وو دملي پوليسو له خوا کشف اوشنډ کړى شول
ديوبل خبر له مخې، پوليسو دکابل ښار داوولسمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې شپږ تنه دغلا  په تور ونيول  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته