نړۍ

په سعودي عربستان کې ديو پاکستاني تبعه اعدام

 رياض ډي ډان   باختر دليندۍ دمياشتې ٢٧  :
سعودي عربستان دپاکستان يو تبعه  دنشه يي توکو دقاچاقو په جرم اعدام کړ .
باخترآژانس دپاکستانى رسنيو له  خولې خبر راکړ چې اعدام شوى  محمدغفور هاشم خان بلل شوى دى  او ديوې زياتې اندازې هيروئينو دقاچاقو په تورمجرم بلل شوى دى  او په ده  داعدام حکم پرون دعربستان په ختيځ ولايت کې  تطبيق شو.
ددغه مجرم په اعدام سره دهغو بهرنيانو شمير چې په روان کال کې  په سعودي عربستان کې اعدام شوي دي  ٨٣ تنو ته رسيدلى دى اودروان کال دلړم دمياشتې را په دې  خوا  يوولس تنه پاکستانيان اعدام شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته