ټولنه

د سالنګونو لويه لار د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

کابل/ د سلواغې١٨مه/ باختر 
د سالنګونو مسوولين وايي چې ټيلري وسايط له يوې خوا او نور نقليه وسايط په دوه طرفه دول کولاى شي پر دې لويې لارې تګ راتګ وکړي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې انجنيرعبدالظاهرمحمدي باختر آژانس ته وويل: په  سالنګونوکې آسمان شين دى او په جنوبي سالنګ کې په وقفه يي ډول باد چلېږي.
هغه وويل: ټيلري وسايط له جنوب څخه شمال ته او نور نقليه وسايط کولاى شي په ژمنيو وسايلو او تجهيزاتو او د ترافيکي مقرراتو په رعايتولو سره پر دې لارې تګ راتګ وکړي.
هغه زياته کړه: په دې لويه لاره کې د ليدنې ساخه يو کيلو متر، په جنوبي سالنګ کې د باد چټکوالى په يوه ثانيه کې ٨ متره، لندبل ٥٢ سلنه، دهوا سړښت منفي ١٣ درجه، د واټ پرمخ کنګل ٢٠ کيلومتره او په راتلوونکو ٢٤ ساعتوکې په سالنګونوکې د واورې د اورښت احتمال نشته.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته