سیاست

جمهور رئیس غني ټپيانو ته په خطاب کې: ستاسو د درملنې بهیر په خپله تعقیبوم

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل د شنبې ورځې د لاریون د ټپیانو د روغتیایي حالت د پوښتنې په موخه د شهید سردار محمد داوود خان روغتون ته ورغی.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس ته د ټپیانو د حالت د پوښتنې پرمهال د یاد روغتون معالجو ډاکټرانو د هغوی د روغتیایي وضعیت او د درملنې د څرنګوالي په هکله معلومات ورکړل. 
محمد اشرف غني ټپیانو ته وویل، ستاسو د ښې درملنې په موخه مې مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې شهید سردارمحمد داوود خان او غازي امان الله خان روغتونونو کې بستري شئ. هغه زیاته کړه، د اړتیا پرمهال به د معالجو ډاکټرانو په لارښوونه بهر ته ولېږدول شئ.
د هېواد جمهور رئیس  وویل، دولت د خلکو خادم دی چې په پوره تحمل او زغم د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه اوري او هغوی ته د هوسا ژوند کولو خدمات او اسانتیاوې برابروي.
جمهور رئیس زیاته کړه، د شنبې ورځې د تروریستي پېښې د دقیقې او هر اړخیزې څېړنې په موخه یې د لوی څارنوالۍ په مشرۍ د دولتي او ملي شخصیتونو ګډ پلاوی ګومارلی دی. یاد پلاوی  خپل راپور له جمهوري ریاست سره شریکوي او د راپور د موندنو په رڼا کې به په هغه هکله اقدامات وشي.
جمهور رئیس ټپیانو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به له داعشیانو څخه چې دغه تروریستي برید یې ترسره کړی دی، ستاسو او ستاسو د نورو ملګرو غچ واخلي.
جمهور رئیس غني یادو ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله وکړه او د یاد روغتون له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د ټپیانو د درملنې لپاره دې له ټولو امکاناتو کار واخلي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته