دجلال آباد ښار باختر دسلواغې دمياشتې ٤مه :
په ننګرهارولايت کې په يوې مهمې سيمه ييزې ادارې د وسله والوطالبانو طرحه ناکامه شوه .
امنيتي مامورانو پرون ناوخته درې تنه ځانمرګى بريد ګر چې غوښتل يې بريد ترسره کړي، ونيول .
د ننګرهارولايت يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل ؛ دغه درې تنه بريدګرپه ننګرهار ولايت کې په يوې ودانۍ له بريد مخکې ونيول شول.
ده وويل له دغو بريدګرو څخه دوه تنه يې د پاکستان اوسيدونکي دي .
درپوټونوله مخې ؛ دغه بريدګرد جلال آباد ښار او د شينوارو له ولسوالۍ څخه دملي امنيت د ځانګړو ځواکونوپه عملياتو کې نيول شوي دي.
امنيتي مامورانو دودانۍ نوم چې وسله والوطالبانوپه هغه د بريد نيت درلودپه ډاګه نکړ.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ