سیاست

د خواشينۍ پيغام

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې ١٢ مه
په کندز کې د ملکي وګړو د بې رحمانه وژنې په اړه د اجرائيه ریاست د لومړي مرستيال انجنيرمحمدخان د خواشینۍ او غندنې پېغام
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د دین او خلکو دښمنانو د کابل ـ کندز په لویه لاره له مسافر وړونکو بسونو څخه یو شمېر ملکي وګړي تر ښکته کېدو وروسته په شهادت رسولي دي.
د دین او خلک دښمنان چې په وروستیو يې خپل مورال له لاسه ورکړي، غواړي په دې ډول بريدونو سره د خلکو په مینځ کې وېرې رامنځ ته کړي او خپلو هغه اهدافو ته چې په ښکاره توګه د ټولو ارزښتونو خلاف عمل ګڼل کېږي ځانونه ورسوي
. د ملکي وګړو وژنه د اسلامي، بشري او انساني ارزښتونو خلاف عمل دی، د بشریت مکار او قسم خوړلی دښمنان به نه یوازې دا چې په دغه ډول بريدونو سره خپلو موخو ته نه شي رسیدلی، بلکې خپلې خونخوارې څېرې به يې څو کلن جنایتونه لا په ډاګه کړي.
په امنیتي ادارو غږ کوم، چې د یادې پېښې عاملین ډير ژر د قانون منګولو ته وسپاري، او په دې پېښه کې د هغو کسانو د موندلو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې لا هم د دښمن په منګولو کې بند پاته دي
د دغې زړه بوږنونکې پېښې شیهیدانو ته د فردوس جنت او کورنیو ته یې د جميل صبر هيله کوم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته