ټولنه

دملی اردو په هوايي پوهنتون کې دشموليت آزموينه واخيستل شوه

کا بل باختر دغويي دمياشتې ٢٢ نيټه :
د201سیلاب قول اردو په قرارګاه کی د ختیځ زون د دولسم،څوارلسم اوليسانس په  درجه  له (180) تنو فارغانو څخه  د ملی اردو په هوایی پوهنتون کی د شمولیت ازموینه واخیستل شوه. 
د۲۰۱ سیلاب قول اردومطبوعاتي دفتر باخترآژانس خبر ورکړ.                     دغه آزموینه نن له غرمی مخکی د ۲۰۱سیلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمدزمان «وزیری» په مشرۍ اودقول اردودرستیزوال بریدجنرال ارکانحرب  میراسدالله «کوهستانی» په شتون،  په ختیځ زون کی  دجلب جذب رئیس ډګروال نجیب الله ، د قول اردو دښوونی اوروزنی مدیرډګروال رحمت الله «مومند» ، دهوایی پوهنتون یوشمیراستادانو اود قول اردو قرارګاه دیوشمیر منسوبانو ترنظر لاندی د۲۰۱سیلاب قول اردوپه   قرارګاه کی واخیستل شوه  چی ټول ټال (180) تنه د ختیځ زون (کونړ،نورستان،لغمان اوننګرهار)  له بیلا بیلو ولایتونود دولسم ،څوارلسم اوليسانس  په درجه فارغانو پکی ګډون کړی وو چی له دی جملی څخه به (30) تنه ممتازفارغان د ملی اردوهوایی پوهنتون ته جذب شی چی له  دريو میاشتو نظری اوعملی زده کړو څخه وروسته  دملی اردوپه لیکو کی د هوایی قواوو دبریدملانو په توګه فارغ               او ګران هیواد اوهیوادوالوته به دخدمت جوګه اوپه دندو وګومارل شی.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته