امنیت

په ننګرهار کې يوه ميرمن دخپل لېوره له خوا ووژله شوه

کابل باخترد کب دمياشتې نهه ویشتمه
د ننګرهار ولايت دشېرزادو ولسوالۍ په توتو سيمه کې يوه ميرمن د خپل لېوره  له خوا لومړی په ډزو سره ټپې شوې چې وروسته يې دسختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
دننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي باختر اژانس ته وویل چې د لومړنيو معلوماتو له مخې دغه پېښه د کورني تاوتريخوالي له مخې رامنځته شوې.
خوږياڼي زياته کړه چې د دغه پېښې په اړه د وژل شوې ميرمنې خسر نيول شوی او پلټنې ترې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته