باميان باختردتلې دمياشتې ٨ نيټه :
پنځه تنه وسله وال مخالفين پرون د باميانو ولايت په شيبر ولسوالۍ کې ووژل شول .
د باميانو ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالمبين ايزديار د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال مخالفين هغه وخت ووژل شول چې د دغه ولايت د شيبر ولسوالۍ د باغک په امنيتي پوستې بريد وکړ چې د کومکي ځواکونو په را رسيدو سره دښمن د سر د زيان په ورکولو سره خواره واره شول.
ايزديار زياته کړه: په دې بريدکې يو پوليس شهيد شوى دى.
پاى ذکرالله ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ