امنیت

پنځلس تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول

کابل باختردمرغومي دمياشتې ٢ :
دهېواد په جنوب زون کې  د دوو تنو قوماندانانو په ګډون ددولت ١٥ تنه وسله
وال  مخالفين   ووژل شول  ، ١٢ تنه ټپيان  او ٢٤ ډول ډول  ماينونه  کشف
اوشنډکړاى شول .
د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د ٢٠٥ اتل قول اردو  د قوماندانۍ جزوتامونو دهوايي او توپچي  قوتونو په ملاتړ داتل په نامه محاربوي عمليات  د روزګان ولايت دترينکوټ ښار دسرخ مرغاب او شاه منصور په سيمو کې ترسره کړل چې له  امله يې   دوسله والو طالبانو دوه تنه قوماندانان ملانصير چې نوى ددهراود په ولسوالۍ کې دطالبانو دسرې قطعې دقوماندان په توګه ټاکل شوى و  او بل  يې ملا رحيم  چې دطالبانو يو سرګروپ  و ،ووژل شول ، ١٢ تنه  ټپيان شول  او ٢٤ ډول ډول ماينونه دقندهار دميوند  او دزابل ولايت دارغنداب د ولسواليو له  مربوطاتو څخه کشف  او شنډکړاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته