کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
د هرات ولايت د ملي امنيت مامورينو د وسله والو طالبانو د دلې د يوه قوماندان د نيولو خبر ورکړ.
دملي امنيت رياست باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې قوماندان ملا امر الله په هرات ولايت کې په خپل پټنځي کې نيول شوى دى .
دغه قوماندان دنيول کيدو په وخت کې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و.
په خبرپاڼه کې په ملا امر الله په هرات کې د لسګونو تروريستي پيښو د سازمان ورکولو تور لګول شوى دى او د ده نيول کيدل د امنيت په ښه تامينولوکې اغيزمن بلل شوى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ