امنیت

د طالبانو يو قوماندان دخپلو افرادو په ګډون دسولې له بهير سره يوځاى شو.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٩
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان د خپلو پنځو تنو افرادو په  ګډون نن   په هلمند ولايت کې د سولې له بهير سره  يوځاي شو.
د هلمند دوالي ويندوى  عمرځواک باختر آژانس ته وويل  :   د طالبانو قوماندان سيف الرحمن چې پخوا يي دهلمند ولايت دخانشين او ګرمسير په   ولسواليو  کې     د دولت پرخلاف  و دملي روغې جوړې په  رښتينولۍ  په پوهيدو سره دخپلو پنځو تنو افرادو په ګډون له دولت سره يوځاى شو.
دځواک دڅرګندونو له مخې :  دغو کسانو خپلې وسلې هم  دولت ته  وسپارلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته