اقتصاد

روزګان کې د نورو کلونو په پرتله په عوايدو کې کموالى راغلى

ترينکوټ باختر دوږي ٩ مه د روزګان چارواکي وايي په دغه ولايت کې د نورو کلونو په پرتله په عوايدو کې کموالى راغلى دى. دوی زياتوي چې نا امني او د يو شمېر زورواکو له خوا د پورونو نه ورکول هغه لاملونه دي چې د دولتي بودجي په عوايدو کې يې کموالى راوستى. د دغه ولايت د ترينکوټ ښاروال نعمت الله بختيار وايي د تېرو ۶ کلنو په موده کې يې له ښاريانو څخه د صفايي او نور پورونه نه دي ترلاسه کړي. هغه وايي روزګان کې خلګ د ماسټر پلان د نشتون له امله زړه نه ښه کوي چې په دغه ولايت کې پانګه اچونه وکړي. بختيار وايي له مرکز څخه يې د ماسټر پلان د پلي کولو غوښتنه کړې او هيله ښايي چې په ترينکوټ ښار کې به ماسټر پلان پلي شي . په دغه ولايت کې بیا د برښنا رياست مسولين وايي پر زورواکو او دولتي مامورينو باندې شاخوا درې نيم مېليونه افغانۍ پور پاتې دى . د برښنا رېیس سميع شرافت له امنيې قومندانۍ او نورو امنيتي ارګانونو څخه غوښتنه کوي چې د زورواکو څخه د قرض په راټولو کې له دوی سره مرسته وکړي . د روزګان د والي مرستيال عطاءالله فضلي بيا وايي د جمهور رېيس په امر يې د عوايدو د راټولو په موخه يو ګډه کمېټه جوړه کړې او ډېر ژر به له ټولو هغو کسانو څخه قرضونه راټول کړي چې دا مهال د دولت پوره وړي دي. روزګان چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د زياتو نا امنيو شاهد وو او د مرکز ترينکوټ سره يې د ټولو ولسواليو لارې تړل شوې وې نو ځکه يې د نورو کلونو په پرتله د دولت په عوايدو کې کموالى راغلى دى. نظر دا دى که خلګ د دولت بودجې ته پر خپل وخت عوايد جمع کړي نو دولت به هم په دغو پیسو سره د عامو خلکو لپاره د بیا رغونې او نور هغه پراختيايي کارونه ترسره کړي چې خلکو ته يې ګټه زياته وي.پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته