نړۍ

يوپاکستانى په سعودي عربستان کې اعدام شو

رياض  ډي ډان   باختر د ليندۍ دمياشتې  ٢١ :
سعودي عربستان دپاکستان يو تبعه دنشه يي  توکو د قاچاقو په تور اعدام کړ.
باخترآ ژانس دپاکستان دډان ورځپاڼې له خولې  خبر راکړ  :  دغه پاکستاني  په اعدام سره دهغو بهرنيانو شمير چې دتلې دمياشتې   له وروستيو وختو څخه  تراوسه پورې   په عربستان کې اعدام شوي دي  ، لسو تنو ته ورسيد.
هغه پاکستانى چې   پرون اعدام شو محمد ضيامحمد اعظم نوميده  او په رياض ښارکې   داعدام  حکم پرې عملي شو .
اعظم  ٧٩  بهرنى تبعه دى چې په روان کال کې په عربستان کې اعدام شوي دي.
دسعودي عربستان دکورنيو چارو وزارت مقامات وايي  چې ددغه هېواد  حکومت  له نشه يي توکو سره د مبارزې په خاطر  چې  وګړو او ټولنو ته  جدي زيان اړولي ، داعدام  حکم عملي کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته