روغتیا

د عامې روغتيا وزير: تر ٢٠١٨ ميلادي کال پورې بايد پوليو په افغانستان کې له منځه يوړل شي

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٨ :
د عامې روغتيا وزير نن د نړۍ د روغتيايي سازمان د مديترانې د منځني ختيځ له حوزوي رئيس سره په کتنه کې تر  ٢٠١٨ ميلادي کال پورې په افغانستان کې په پشپړه توګه د پوليو په  له منځه  وړولو باندې  ټينګار وکړ.
د عامې روغتيا وزارت يوه خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د عامې روغتيا وزير ډاکــتر فيروزالدين فيروز د ٢٠١٦ ميلادي کال ترپاى  پورې  د پوليو ويروس د فعاليت د بندولو او د ٢٠١٨  کال تر پاى پورې په بشپړه توګه د هغه په له منځه وړلو باندې ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د نړيوالو دوستانو  د همکارۍ غوښتنه وکړه .
د نړۍ د روغتيايي سازمان د مديترانې د ختيځ حوزوي رئيس ډاکتر الله الوان د نړيوالو شريکانو د ملاتړ ژمنه وکړه .
دغه راز ده د پوليو ويروس د فعاليت دکنترول په اړوند څرګنده کړه: د٢٠١٦ کال ترپاى پورې د دغه ويروس کنترول يو واقعبينانه هدف دى او د ټولو د هر اړخيز  جدي کار غوښتنه کوي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا