کابل باختر د کب څلورمه :
د مزارشريف ښاروالۍ د ځوانانو او د مدني ټولنې د فعالانو په همکارۍ په سلګونو ډولي او ميوه لرونکي نيالګي د مزارشريف ښار د دويمې ناحيې په عمومي واټونوکې کيښودل.
د مزارشريف ښاروالۍ د تنظيف او سمسورتيا رييس ضياالحق عطايي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د نجونو او هلکانو په ګډون يوشمېر ځوانانو په ډله ئيز ډول (موږ خپل ښار سمسور او پاکوو) تر شعار لاندې د ښاروالۍ د دويمې ناحيې د عمومي واټونو ترڅنګ د نيالګيو په ايښودلو اقدام وکړ .
په همدې حال کې د مزارشريف ښاروالۍ د ناحيو رييس جان محمد له خلکو څخه غواړي چې د ښار د پاکولو او سمسورتيا په برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي .
د ده دڅرګندونو له مخې: په پام کې ده سږ کال ٣٠ زره ميوه لرونکي او بې ميوې نيالګي د ښار د سمسورتيا په مقصد په مزارشريف ښارکې کيښودل شي .
0 1 دقیقه لوستل