نړۍ

د عربستان ښځو د لومړي ځل لپاره په انتخاباتوکې د ګډون اجازه ترلاسه کړه

رياض دويچه ويله باختر د وږې دمياشتې ١٠ :
په عربستان کې ښځې په سياسي ژوندانه کې په عملي توګه هيڅ رول نه لوبوي او آن په دغه هېوادکې د موټر چلوونې اجازه هم نلري .
خو دا دى د عربستان د فقيد باچا ملک عبدالله له فرمان سره سم، د لومړي ځل لپاره ښحې کولاى شي  په انتخاباتوکې برخه واخلي.
د سعودي عربستان د ښاروالۍ د انتخاباتو د نوماندانو د نوم ليکنې بهير د يکشنبې په ورځ پيل شوى دى او ټاکل شوې ده ټولپوښتنه د روان کال د ليندۍ دمياشتې په ٢١ نيټه ترسره شي او په دې بهيرکې به ښځې هم برخه واخلي .
دا د دغه شاهي او محافظه کار هېواد عربستان په تاريخ کې لومړى ځل دى چې ښځې کولاى شي د ښاروالۍ د پستونو د نوماندانو په توګه په انتخاباتوکې برخه واخلي .
د سعودي عربستان پخواني باچا ملک عبدالله چې د روان ميلادي کال د پسرلي په وروستيو وختوکې مړ شو، څلور کاله مخکې  اړونده  فرمان صادر کړى و.
ده په  ٢٠١١ ميلادي  کال کې ژمنه وکړه:  موږ دا ردوو چې  د عربستان په ټولنه کې د ښځو رول په څنډه کې پاتې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته