امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په صياد کې ووژل شول

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٣نيټه :
د سرپل ولايت په سرپل ولسوالۍ کې اته تنه وسله وال طالبان له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه وسله وال ډار اچوونکي په صياد ولسوالۍ کې د دوو ورځو جګړو په بهيرکې ووژل شول .
د سرپل د پوليسو وياند دباختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو له دوو ورځو را  په دې خوا د صياد ولسوالۍ په مرکزبريدونه وکړل چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا د هغوى بريدونه په شا وتمبول شول او د دوو ورځو جګړو په بهيرکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څوارلس تنه نوريې ټپيان شول.
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې: جګړې په وقفه يي ډول د پوځيانو او د وسله والوطالبانو ترمنځ دوام لري او پوځيان د وسله والو طالبانو په وړاندې مقاومت کوي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته