امنیت

د فارياب ولايت د ملي امنيت رييس او دپوليسو مسوول له دندى ګوښه شول.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
د  فارياب  ولايت  دملي امنيت رييس او د پوليسو مسوول له خپلو دندو  ګوښه
کړى شو.
د رارسيدلو خبرونو له مخې :   دفارياب ولايت دملي امنيت رييس او د پوليسو مسول نن په يوه غونډه کې ددغه ولايت دوالي له خوا وستايل شول او وروسته په رسمي ډول کورونو کې کښيناستل.
دفارياب دوالي ويندوى  جاويد بيدار له باختر آژانس  سره په اړيکه ددغو دوو تنو سيمه ييزو مقاماتو ګوښۀ کول تاييدکړل او ويې ويل چې دغه کار دمرکزي مقاماتو  له خوا شوى دى.
دى  بدلون او ټاکنه دحکومتوالۍ يوه برخه بولي او وايې چې تراوسه پورې دفارياب دملي امنيت د رييس اودپوليسو دمسوول په  ځاى څوک نه دي  ټاکل شوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته