سیاست

دمشرانو جرګې دويم نايب دښوونکو داتحاديې شکايتونه واوريدل .

کابل باختر د وري پنځمه :
دمشرانو جرګې  دويم نايب  ډاکتر محمد اصف صديقي نن  په يوه غونډه کې دافغانستان دښوونکو داتحاديې  شکايتونه واوريدل .
دمشرانوجرګې  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته وويل  په دې غونډه کې چې  په ملي شورا کې  دخلکو يوشمير استازي او د منشي نايب  ډاکتر فيصل سامع هم حاضر و  يو تن  دنورو په استازيتوب خبرې وکړې  او ويې ويل له دې امله چې  جمهور رييس دبست له په پام کې نيولو پرته دهېواد  دښوونکو دترفيع په باب دملکي خدمتونو دکارکوونکو  دقانون  په ځينو موادو کې رامنځته شوي تعديلونه  توشيح کړل  خو له مياشتو مياشتو راپديخوا  دماليې او پوهنې وزارتونه  او داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو خپلواک کميسيون  ددغه قانون دتطبيق په باب  دطرز العمل په جوړولو  نه دى بريالى شوى . 
دمشرانو جرګې دويم نايب  دهېواد ښوونکي دهر راز  امتياز  مستحق وبلل او موضوع يې  دڅيړنې په مقصد  دشکايتونو داوريدو ، ديني ، فرهنګي او دپوهنې  دچارو کميسيونونو ته راجع کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته